د ټرمپ په اړه د ايران د څرګندونې

د امريكا د متحدو ايالتونو نوي ټاكل شوي ولسمشر د كمپاين پر مهال څرګنده كړې وه چې د ټاكل كېدلو په صورت كې په د ايران سره د اتومي لانجې پر سره تړون لغوه كړي.

624778
د ټرمپ په اړه د ايران د څرګندونې

 

 

د ايران ولسمشر حسن روحاني په تهران كې د وينا په ترڅ كې څرګنده كړه چې اجازه په ورنكړي چې ډانلډ ټرمپ د اتومي لانجې په اړه تړون لغوه كړي.

نوموړي ټرمپ ته په اشارې سره وويل چې `` غواړي چې ډېر څه وكړي خو هېڅ يوه پرېكړه به يې پر ايران باندې اغېزه نكړي. آيا ايراني ولس  به نوموړي اجازه وركړي چې د اتومي لانجې په اړه لاسليك شوى تړون لغوه كړي؟``

ټرمپ د كمپاين پر مهال ويلي ول چې تر اوسه پورې تر ټولو بد تړون همدا دى. د ټاكل كېدو په صورت كې په تړون لغوه كړي.

دا په داسې حال كې ده چې د سي آى اې مشر د ټرمپ پر احتمالي پرېكړې نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې د ايران سره د اتومي وسلو پر سر د لاسليك شوي تړون د لغوه كولو په صورت كې به نوموړى هېواد خپل اتومي پروګرام ته دوام وركړي او ددې په مقابل كې به د سيمې نور هېوادونه ورته پروګرام پيل كړي. د جان برېنان په وينا `` دا به د امريكا د راتلونكې حكومت تر ټولو لويه خطا وي.``


پيوندونه: #ايران , #ټرمپ

اړوند خبرونه