په ایران کې د ریل ګاډو د ټکر له امله ستر فاجعه رامنځته شوه

د  ایران  په شمال  کې دوه ریل ګاډو  ټکر وکړ.

618002
په ایران کې د ریل ګاډو د ټکر له امله ستر فاجعه رامنځته شوه

د  ایران  په شمال  کې دوه ریل ګاډو  ټکر وکړ.

د ایران  په شمال کې  د سمنان  د ښار په مربوطاتو کې دوه ریل ګاډو  د ټکر  له امله  ریل ګاډو  اور واخیست. پيښه د سمنان ښار  د ریل ګاډو  د هفت خوان په تم ځای کې رامنځته شوه.

پیښه  پرون  د جمعې په ورځ  رامنځته شوه. په پيښه  کې  لږ تر لږه  ۴۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړی  او څه باندې   سل  تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ایران  ولسمشر حسن روحاني‌ د نوموړې  پیښې  په اړه د ژور خفګان د څرګندونو سره  د پیښې په اړه  د تحقیقاتو د پيلولو امر کړی دی .

د ایران د تبریز  ښار چارواکیو  د تسنیم  خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې په یو ریل کې  چې  ددې ښار نه  يي حرکت  کړی وو  څه باندې  ۴۰۰ تنو مساپرو شتون سفر کولو  چې  ۴۸ تنه يي لادرکه دي. کیدای شي‌ چې  ددې کسانو نه يي ځنیي‌ په روغتونونو کې  او ځیني‌ نور  د پیښې  نه ځای نه په جلا شوي‌ وي خو په دویم  ریل ګاډي‌ کې  د مساپرو شمیره  معلومه نده.

د سمنان  والي‌ محمد رضا خباز  بیا  ویلي‌ دي‌ چې د مړو شمیره  ۴۴ تنو ته رسیدلې  ده  او کیدای شي‌ چې دا شمیره  نوره هم لوړه شي.



اړوند خبرونه