د هند او پاکستان ترمنځه اړیکې لا پسې خړې شوي دي.
پاکستان هندي ډیپلومات وشړه
598569
د هند او پاکستان ترمنځه اړیکې لا پسې خړې شوي دي.
پاکستان د خپل هیواد نه د یو تن هندي ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د یو تن هندي ډیپلوماټ د شړولو پریکړه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د هند د سفارت یو تن ډیپلوماټ سورجیت سنګ د نامطلوب کس په توګه اعلان کړ او هغه ته يي د ۴۸ په دننه کې د پاکستان نه د وتو مهلت ورکړ.
ددې په مقابل کې هندوستان هم په نوې ډیلۍ کې د پاکستان د سفارت د یو تن ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه.
د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا پاکستاني ډیپلوماټ په هند کې د جاسوسۍ په تور تورن کړ او وویل چې پاکستاني ډیپلوماټ د جاسوسي فعالیتونو د ترسره کولو له امله د نامطلوب شخص په توګه اعلان شوی او هند نه يي د شړولو پریکړه شوې ده.