پاکستان: هندوستان د کشمیر د کنټرول د کرښې ترڅیرمه ددوی په خاوره د توپخانې بریدونه کړي
د پاکستان او هندوستان ترمنځه په پوله کې نښته وشوه
پاکستان ویلي دي چې هندوستان د کشمیر د کنټرول د کرښې ترڅیرمه ددوی په خاوره د توپخانې بریدونه کړي دي.
پاکستان ویلي دي چې هندوستان یو ځل بیا د سیز فایر د معاهدې نه د سرغړونې سره ددوی تر کنټرول لاندې سیمو باندې بریدونه کړي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې هندي ځواکونو د سهار په څلورو بجو ددوی تر کنټرول لاندې په سیمو د توپخانې بریدونه پيل کړل چې دوی سمدلاسه په ځوابي بریدونو پیل وکړ.
د پاکستان ځواکونو لخوا د ځوابي بریدونو نه وروسته د پاکستان لوري د سهار په اتو بجو بریدونه بند کړل.
بریدونه د سهار په ۴ بجو پیل او تر ۸ بجو يي دوام وکړ.
په بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د یادولو وړ ده چې هند دوه ورځې وړاندې په کشمیر کې د پاکستان تر کنټرول لاندې په سیمو د بریدونو په پایله کې ۲ تنه پاکستاني سرتیري وژلي او ۹ تنه نور ټپیان کړيوو.
هندوستان ویلي وو چې داسې راپورونه يي ترلاسه کړي وو چې د پاکستان له لورې یوې ډلې ترهګرې ددوی تر کنټرول لاندې په سیمو کې په عسکرو د بریدونو هوډ درلود چې د وخت سره يي اقدام وکړ.