د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت  د چارسدې په ولسوالۍ کې  په پولیسو چاودنه وشوه.

په پیښور کې په پولیسو چاودنه وشوه

576997
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت  د چارسدې په ولسوالۍ کې  په پولیسو چاودنه وشوه.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت  د چارسدې په ولسوالۍ کې  په پولیسو چاودنه وشوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پيښور ښار  د چارسدې ولسوالۍ د شبقدر علاقدارۍ  د سرو  په سیمه کې  د پولیسو د موټر د تیریدو پر مهال  چاودنه وشوه.

په چاودنه کې د ۴ تنو پولیسو په ګډون ۹ تنه ټپیان شول.

د چاودنې نه وروسته  سمدلاسه پولیس او روغتیايي پرسونل سیمې ته ورسیدل او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.

د چارسدې د روغتون چارواکیو ویلي دي چې د ټپیانو نه  د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه نه وو چې د همدې امله  پیښور ته  استول شوي دي.

د برید مسولیت  تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته.

د تحریک طالبان پاکستان  ویاند محمد خراساني  خبري رسنیو ته په استولي برښنا لیک کې  د برید مسولیت منلی دی .

د سیمه نه ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې نوموړو پولیسو واکسین د ډلې  د امنیت ساتلو په خاطر د هغوې سره ملګرتیا کوله  چې چاودنه پرې وشوه.



اړوند خبرونه