په پاكستان كې د اورګاډو ټكر
په پاكستان كې د دوو اورګاډو د ټكر په پايله كې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.
په پاكستان كې د دوو اورګاډو د ټكر په پايله كې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ تنو زيات ټپيان شوي دي.
ددې هېواد د پنجاب ايالت د ملتان په ښار كې يو مسافر وړونكي اورګاډي د بار وړونكي اورګاډي سره هغه مهال ټكر وكړ چې پر پټلۍ ولاړ وو.
د رسنيو د معلوماتو په اساس لومړى بار وړونكي اورګاډي يو تن چې پر پټلۍ ولاړ وو، ووهلو. د اورګاډي چلوونكي د وژل شوي شخص د مړي د اخيستلو لپاره توقف وكړ چې دا ځل د شا لخوا مسافر وړونكي اورګاډي د ولاړ اورګاډي سره ټكر وكړ.
په پاكستان كې د اورګاډي د ترانسپورټ يوې مسولي صايمې بشير خبريالانو ته وويل چې `` د مسافر وړونكي اورګاډي چلوونكي هغه سرې اشارې نه وې ليدلي چې د بار وړونكي اورګاډي د درېدلو له امله لګېدلې وې.``
د لومړنيو معلوماتو له مخې په پېښه كې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ تنو زيات ټپيان دي چې د ځينو روغتيايي حالت يې باريكه دى.