د پاکستان خیبرپښتونخوا  د مردان په سیمه کې  غبرګې  چاودنې وشوې.

په مردان  کې په محکمې غبرګ بریدونه وشول.

563606
د پاکستان خیبرپښتونخوا  د مردان په سیمه کې  غبرګې  چاودنې وشوې.

د پاکستان خیبرپښتونخوا  د مردان په سیمه کې  غبرګې  چاودنې وشوې.

په مردان  کې په محکمې غبرګ بریدونه وشول.

د مردان ښار  د ژغورنې د ډلو یو تن چارواکي  حارت  حبیب  خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې  ۱۰ تنه مړه او  په لسګونو  تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې  پیښه  د مردان تر ټولو په مهمه  سیمه کې  رامنځته شوې ده . په سیمه کې  ډیری  دولتي ادارې، د پولیسو د مشر کور، د پولیسو تاڼه او  ښوونځي  هم  شتون لري.

حارت حبیب  ویلي دي چې  د پيښي ټپیان  د مردان دوو لویو روغتونونو ته  انتقال شوي او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

هغه ویلي دي چې  د ټپیانو نه  د ۶ تنو  روغتیايي حالت باریکه دی.

د ویلو ده چې  نن د سهار په وختي ساعتونو کې په پیښور کې  هم د مسیحیانو په کالونۍ  ډله ایز برید شوی وو.

امنیتي چارواکیو ویلي دي چې  برید کوونکي لومړی  د محکمې په دروازه کې په ساتونکو د لاسي بم برید کړی  او وروسته  محکمې ته د ننوتو سره د مدافع وکیلانو په منځ کې  ځان ولوزو.

پولیسو ویلي دي چې  د ځانمرګي برید کوونکي  لاسونه، خپې  او سر  موندل شوي دي.

 


پيوندونه: #پاکستان , #برید

اړوند خبرونه