د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې د ورسک ډیم په کالونۍ ډله ایز برید وشو.
په پیښور کې د ورسک ډیم په کالونۍ ډله ایز برید وشو.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور د ورسک ډیم په سیمه کې د مسیحیانو په کالونۍ ډله ایز برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخ ۶ یا ۴ تنو برید کوونکو په ورسک ډیم سیمه کې د مسیحیانو په کالونۍ برید وکړ چې سمدلاسه د امنیتي ځواکونو د غبرګون سره مخامخ شول.
د پیښور ښار د امنیتي سرچینو د وینا له مخې ټول برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا د لمنځه وړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې ۴ تنه برید کوونکي کالونۍ ته د ننوتو سره سم په امنیتي ځواکونو او شاوخوا ډزې پيل کړې.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د پوځ سرتیري سیمې ته راورسیدل او د برید کوونکو سره په نښته کې ښکیل شول.
امنیتي ځواکونو برید کوونکي د کالونۍ په دننه کې کلا بند کړل او وروسته يي له منځه یوړل .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په کالونۍ کې د ۵ چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
برید کوونکي په راکټ انداز او ماشیندارو سمبال وو. برید کوونکو په امنیتي ځواکونو او شاوخوا د راکټونو بریدونه هم کړي دي.
پولیسو ویلي دي چې پیښه د سهار په وختي ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
پولیسو پدې پیښه کې د یو تن ملکي وګړي د وژل کیدو او ۲ تنو پولیسو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی .
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم د ټویټر له لارې ویلي دي چې د سهار په وختي ساعتونو کې ۴ تنو ترهګرو د پیښور د ورسک ډیم په سیمه کې د مسیحیانو په کالونۍ ډله ایز برید وکړ چې ټول ترهګر د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
د بله پلوه د برید کوونکو د دقیقې شمیرې په اړه ضد او نقیص معلومات ورکول کیږي.
پداسې حال کې چې ځیني امنیتي سرچینو د برید کوونکو شمیره ۶ تنه ښودلې خو د پاکستان د پوځ ویاند بیا ویلي دي چې برید د ۴ تنو ځانمرګیو برید کوونکو لخوا شوی وو.
هغه ویلي دي چې د برید کوونکو نه ۲ تنو ځانونه چولي دي او ۲ تنه نور د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.