د نقل د مخنيوي په موخه جالب اقدام!
د ازبكستان هېواد د كانكور په آزموينه كې د احتمالي نقل د مخنيوي په موخه په ټول هېواد كې انټرنېټ قطع كړ.
545186
پدې اساس په هېواد كې د كانكور د آزموينې په ورځ ټولو مخابراتي شركتونو د يوې ورځې لپاره خپل انټرنيټي خدمات وځنډول.
ددې شركتونو لخوا په يوې ګډه اعلاميه كې راغلي دي چې د آزموينې په ورځ به د سهار د ۸:۳۰ بجو نه د ماسپښين تر ۱:۳۰ بجو پورې د SMS, MMS, WAP, GPRS او 3G ټول خدمتونه وځنډوي.
دا پرېكړه په آزموينه كې د زده كوونكو لخوا د ګرځنده ټېلفون په واسطه د نقل كولو د مخنيوي په موخه شوې ده.
سربېره پر دې په پلازمېنه تاشكند كې د كانكور د آزموينې د مركزونو شاوخوا ټولې لارې هم تړل شوې وې.
په پدې آزموينه كې چې د آګست په لومړۍ نېټه ترسره شوه څه باندې ۶۰۰ زره كسانو په كې ګډون كړى وو.