په پاكستان كې د ګولن ښوونځي د تړېدل كېدو په درشل كې
د پلان له مخې دا ښوونځي او كلتوري مركز به په مستقيم ډول د تركيې د ښوونې د وزارت پورې وتړل شي.
اوسمهال په دې هېواد كې د ترهګرې ډلې ۲۶ ښوونځي او يو كلتوري مركز فعاليت لري چې ټول ټال په كې ۱۱ زره ۵۰۰ زده كوونكي په زده كړو بوخت دي. د كودتا نه وروسته د `رومي فورم` په نامه كلتوري مركز له وېپباڼې د فتح الله ګولن نوم ويستل شوى وو.
د پلان له مخې دا ښوونځي او كلتوري مركز به په مستقيم ډول د تركيې د ښوونې د وزارت پورې وتړل شي.
په اسلام آباد كې د تركيې سفير صادق بابر ګيرګين د موضوع په اړه د پاكستاني خبري رسنيو سره د مركې پر مهال وويل چې `` دوست هېوادونه بايد د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د فعاليتونو پر وړاند اړوند تدابير ونيسي.``
د تركيې خوا ددې غوښتنې نه وروسته د پاكستان د بهرنيو چارو د وزارت د مستشار په مشرۍ د موضوع په اړه غونډه وشوه چې په پايله كې د تركيې سره د همكارۍ په پرخه كې د عملي ګامونو د پورته كولو پرېكړه وشوه.
دا په داسې حال كې ده چې نن د تركيې د بهرنيو چارو وزير احمد چاوش اوغلو به د پاكستان په پلازمېنه اسلام آباد كې ددې هېواد د ولسمشر ممنون حسين، د بهرني سياست د سلاكار سرتاج عزيز او د بهرنيو چارو د وزير سره جلا جلا ليدنې وكړي. د چاووش اوغلو د ليدنې د اجندا موضوع هم په دې هېواد كې د ترهګرې ډلې د ښوونځيو تړل كېدل دي.
په هېواد كې د څه باندې ۱۱ زره پاكستاني زده كوونكو ته د زيان رسولو پرته به په داسې يو فورمول كار وشي چې په نږدې راتلونكې كې به اړوند ښوونځي د تركيې د حكومت پورې وتړل شي.
دا په داسې حال كې ده چې تركي مقاماتو د افغان - ترك د ښوونځيو د تړل كېدو په موخه هم ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت د چارواكو سره خبرې اترې كړي دي.
په دې اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي