د پاکستاني طالبانو نامتو مشر ووژل شو

د پاکستاني طالبانو نامتو مشر عمر خلیفه د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو

528902
د پاکستاني طالبانو نامتو مشر ووژل شو

امریکا متحده ایالتونو  په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پیښور په ښار کې په عسکري ښوونځي د برید اصلي  پلان جوړونکې  عمر خلیفه  د وژلو نه خبر ورکړ.

 

 

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون ویلي دي چې  په پیښور کې  په عسکري ښوونځي  د خونړي برید چې له امله يی څه باندې  سلو تنو ژوند د لاسه ورکړی  وو  پلان جوړونکی  خلیفه  وژلی دی.

د پنټاګون ویاند  پیتر کوک  خبري رسنیو ته وویل چې  د پاکستان د پیښور په ښار کې په ۲۰۱۴ کال کې  په عسکري ښوونځي  چې له امله يی نږدې ۱۵۰ تنو چې ډیری  زده کوونکي ول وژل شوي وو اصلي فاعل  عمر خلیفه  په هوايي برید کې  وژلی دی.

پیتر کوک وویل چې  نوموړی  د جولای په ۹مه نیټه د افغانستان په ختیځ کې ددوی د لخوا په ترسره شوي هوايي برید کې وژل شوی دی .

د یادولو وړ ده چې  عمر خلیفه  د پاکستاني طالبانو اړوند  د یوې ډلې مشري په غاړه درلوده.

پیتر کوک  ویلي دي چې  عمر خلیفه  د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو  د برید پر مهال  وژل شوی دی . هغه ویلي دي چې پدې برید کې  د عمر خلیفه سره  ۴ تنه نور ترهګر هم وژل شوي دي.

عمر خلیفه  په ۲۰۱۴ کال کې په پیښور کې په عسکري ښوونځي، د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر په میاشت کې د پیښور د بډه بیرې په سیمه کې په عسکري هډې  او په ۲۰۱۶ کال کې  د پاچاخان په پوهنتون  د بریدونو پلان جوړونکی  وو.



اړوند خبرونه