په ايران كې د سنيانو د اختر د لمانځه مخنيوى
د ايران په پلازمېنه تهران كې د سني هېوادوالو ځينو مسجدونو ته د اختر د لمانځه د ادا كولو لپاره اجازه ورنكړل شوه.
د ايران په پلازمېنه تهران كې د سني هېوادوالو ځينو مسجدونو ته د اختر د لمانځه د ادا كولو لپاره اجازه ورنكړل شوه.
د ايران د حكومت پدې پرېكړې باندې د اعتراض په توګه د پارلمان ۱۸ تنو وكيلانو د يوې اعتراضيه اعلاميې په خپرولو سره دا پرېكړه وغندله.
په پارلمان كې د اصلاح طلبو وكيلانو د جملې نه د محمود صادقي په ګډون يو شمېر غړو په تهران كې د تهرانپارس په جامع مسجد كې د اختر د لمانځه د ادا كولو د مخنيوي له امله اعتراض وكړ. په اعلاميه كې راغلي دي چې دا ډول بنديزونه د ايران د ديني مشر آيت الله خامنه ايي د هداياتو سره چې د سني او شيعه مذهبونو د لارويانو ترمېنځ په اتحاد ټينګار كوي، په ټكر كې دي.
صادقي وويل چې د تهران د اسلامشهر په سيمه كې پدې وروستيو وختونو كې د سني مسجدونو پر فعاليت باندې بنديزونه لګېدلي دي. دا بنديز د اختر د لمانځه پورې هم غځېدلى دى.
د پارلمان غړو ټينګار وكړ چې په هېواد كې د