د شهرت ګټه: د ملالې ميليونونه ډالره ثروت
ملاله يوسفزۍ چې په سوات كې په يو بريد كې سخته ټپي او بيا د درملنې لپاره انګلستان تر لېږلو وروسته يې نړيوال شهرت وموند اوس ميليونونه ډالره ثروت هم لري.
ملاله يوسفزۍ چې په سوات كې په يو بريد كې سخته ټپي او بيا د درملنې لپاره انګلستان تر لېږلو وروسته يې نړيوال شهرت وموند اوس ميليونونه ډالره ثروت هم لري.
۱۸ كلنې ملالې د سولې د نوبل د جايزې د ګټلو نه وروسته د نړۍ هر ګوډ ته په كنفرانسونو كې د ګډون په موخه سفر وكړ. د د انګلستان د ډېلي مېل د ورځپاڼې د خبر په اساس ملالې يوسفزۍ په ۲۰۱۳م كال كې د خپل ژوند، خاطراتو او ويناو نه جوړ يو كتاب چې `` زه ملاله`` نومېده چاپ كړ. دا كتاب په ټوله نړۍ كې ۱.۸ ميليونه نسخې چاپ شو. ملالې له دې دركه شاوخوا ۳ ميليونه ډالره ګټه وكړه.
په امريكا كې د پاليسۍ د جوړولو د يو انسټييوټ د راپور له مخې ملاله په هر كنفرانس كې د ګډون او وينا پر سر شاوخوا ۱۵۲ زره امريكايي ډالر اجرت اخلي.
د ملالې كورنۍ د سالارزي په نامه يو شركت لري چې دا پخپله هم په كې شريكه ده. دا شركت دنده لري چې د ملالې د ژوند د كيسې د تاليف حقونه خوندي وساتي. ددې ترڅنګ يوسفزۍ د ملالې په نامه يوه خيريه ټولنه هم لري چې د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د نجونو د تعليم په برخه كې فعاليت كوي.