د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د چارسدې په ښار کې د پاچا خان په پوهنتون خونړی برید وشو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د چارسدې په ښار کې د پاچا خان په پوهنتون خونړی برید وشو.

423546
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د چارسدې په ښار کې د پاچا خان په پوهنتون خونړی برید وشو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د چارسدې په ښار کې د پاچا خان په پوهنتون خونړی برید وشو. انځور د ایکسپرس تریبون نه


د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي .
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې سیمې ته يي ځواکونه استولي دي او د برید کوونکو د وژلو په خاطر عملیات پيل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو او برید کوونکو ترمنځه په نښته کې ۴ تنه برید کوونکي له خپو غورځول شوي دي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکو د پوهنتون په عمومي ودانۍ برید کړی دی. د یادولو وړ ده چې د پاچا خان په پوهنتون کې نږدې ۳ زره تنه محصلین لري.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکي د پوهنتون د میلمستون له لارې پوهنتون ته راننوتي دي.
برید کوونکي د سهار د ۹ بجو او ۳۰ دقیقو پوهنتون ته د راننوتو سره سم په زده کوونکو ، د پوهنتون په استادانو او شاوخوا ډزې پیل کړي دي.
د بله پلوه عیني شاهدانو ویلي دي چې د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیږي.
یو شمیر زده کوونکو چې په تیښته بریالي شوي دي خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکو ۶ یا اوه تنه ول او په شاوخوا يي ډزې کولې.
هغوې ویلي دي چې برید کوونکو په لسګونو تنه زده کوونکي ویشتي دي او هرې لورې ته مړي پراته دي.
د ویلو ده چې د پاچا خان پوهنتون د چارسدې د ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دا برید پداسې حال کې کیږي چې نن په پوهنتون کې د پاچا خان کلیزه لمانځل کیده.



اړوند خبرونه