د سيمه ايزو ټاكنو پر مهال نښته

په پاكستان كې د سيمه ايزو ټاكنو په بهير كې د رايې اچوونې پر مهال د دوو ګوندونو د پلويانو ترمېنځ په نښته كې ۱۱ تنه ووژل شول.

361476
د سيمه ايزو ټاكنو پر مهال نښته


په پاكستان كې د سيمه ايزو ټاكنو په بهير كې د رايې اچوونې پر مهال د دوو ګوندونو د پلويانو ترمېنځ په نښته كې ۱۱ تنه ووژل شول.
د سند او پنجاب د ايالتونو د سيمه ايزو ټاكنو په لومړي پړاو كې د پاكستان د خلكو د ګوند او د مسلم ليګ د ګوند د پلويانو ترمېنځ نښته وشوه. دا پېښه د خيرپور په سيمه كې رامنځته شوې ده. د نښتې نه وروسته د ټاكنو كمېسيون د رايې اچوونې بهير ځنډولى او سيمې ته امنيتي ځواكونه لېږل شوي دي.
د پنجاب په ايالت كې ۲۰ ميليونه رايه وركوونكي او د سند په ايالت كې ۴ ميليونه رايه وركوونكي اوسيږي چې د راتلونكي سيمه ايز اقتدار د ټاكنې په برخه مهم رول لوبولى شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه