په تهران کې د سنیانو اړوند یواځنی موقتي جومات ویجاړ کړی شو

د ایران امنیتي ځواکونو په پلازمینه تهران کې د سنیانو یواځنی موقتي جومات ویجاړ کړ

307815
په تهران کې د سنیانو اړوند یواځنی موقتي جومات ویجاړ کړی شو

د ایران حکومت په پلازمینه تهران کې د سني مسلمانانو اړوند جومات ویجاړ کړ. د ویلو ده چې دا جومات ددینه د مخه د امنیتي ځواکونو لخوا تړل شوی وو چې بالاخره ویجاړ کړی شو.
په ایران کې د سني مسلمانانو د مشرانو نه مولوي عبدالحمید د نوموړي جومات د ویجاړولو په اړه د غبرګون په ترڅ کې د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي ته لیک واستوه.
د سني انلاین خبري ارګان د خبر له مخې په تهران کې د سني مسلمانانو جومات چې د پونک په جومات هم مشهور وو د جولای په ۲۹ نیټه د چار شبنې په ورځ د ښاروالۍ د ځواکونو لخوا د امنیتي ځواکونو په ملاتړ ویجاړ کړی شو.
په تهران کې د اهل سنتو یو شمیر خبري رسنیو د جومات د ویجاړیدو عسکونه خپاره کړل.
سني انلاین په خپرو خبر کې ویلي دي چې پرون د سهار په ساعتونو کې امنیتي ځواکونو د مولوي عبیدالله موسی زاده سره د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د پونک د جومات د امام کور تلاشي کړ او وروسته يي د جومات په ویجاړولو پیل وکړ.
د یادولو وړ ده چې د پونک جومات څو میاشتې د مخه د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا تړل شوی وو. همداشان د امنیتی ځواکونو لخوا ددې جومات د مهر او لاکولو نه وروسته په تهران کې سنیانو ته د جمعې او اختر په ورځو کې هم پدې جومات کې د لمونځ کولو اجازه نه ورکول کیده.
دا جومات پداسې حال کې ویجاړیږي چې په تهران کې میشت سنیان د جومات د حق نه محروم دي. سنیان په جمع په کورونو او ځیني موقتي ځایونو کې ترسره کوي.
د ایران رسمي مقاماتو د یاد شوي جومات د ویجاړو اړوند څه ندي ویلي .
په ایران کې د سنيانو د مشرانو نه مولوي عبدالحمید په اعتراضي ډول د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي ته یو لیک واستولو.
نوموړي په لیک کې د سنیانو اړوند د جومات د ویجاړولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي دي چې موږ ددې ګام انتظار نه درلود.
نوموړي په لیک کې لیکلي دي ً پداسې حال کې چې په نړۍ کې تندلاري، تکفیر، نفاق او زورزیاتي کچه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو ده او اسلامي نړۍ سولې او ثبات ته د هر وخت نه ډیر اړتیا لري د داسې یو ګام پورته کیدو انتظار موږ نه درلود.
همداشان مولوي عبدالحمید د ایران د ولسمشر حسن روحاني ته هم یو لیک استولی دی.
نوموړي ولسمشر حسن روحاني په خطاب په لیکلي لیک کې داسې ویلي دي ! په یو داسې ښار کې چې سنیان د یو جومات د حق نه محروم دي او د ۳۷ کلونو راهیسې د خپل دې مسلم حق د ترلاسه غوښتنه کوي او تل د منفي ځواب سره مخامخیږي ، د یو موقتي او معمولي جومات نه تحمل کول او د هغه ویجاړول ، په اصل کې یواځې په ایران کې د سنيانو احساسات د خپو لاندې کول ندي بلکې د ټولې اسلامي نړۍ احساسات د خپو لاندې کول دي.
نوموړي د ایران د دیني مشر او ولسمشر نه پدې اړه د بیړنۍ ګام د پورته کولو غوښتنه کړی ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه