پاکستان: اردو يي د سعودي پولو نه دفاع ته تیاره ده

پاکستان ویلي دي چې د سعودي عربستان د پولو نه به دفاع وکړو.

310118
پاکستان: اردو يي د سعودي پولو نه دفاع ته تیاره ده

پاکستان ویلي دي چې د سعودي عربستان د پولو نه به دفاع وکړو.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ویلي دي د حوثي ځواکونو لخوا په پاکستان د برید په صورت کې د پاکستان اردو د سعودي عربستان د پولو نه دفاع ته تیاره ده .
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین چې د عمرې زیارت په خاطر سعودي عربستان ته تللی دی ویلي دي چې په یمن کې د حوثيانو پر خلاف د جګړې د پيلیدو راهیسې هم د سعودي د چارواکیو او هم د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د تماس په حال کې دي.
ممنون حسین ویلي دي چې هیواد يي د سعودي عربستان نه هر ډول ملاتړ ته ژمن دی. د حوثیانو لخوا د سعودي په پولو د برید په صورت کې به د پاکستان اردو د سعودي د پولو نه دفاع وکړي.
ممنون حسین ټوله اسلامي نړۍ په یمن کې د روان کړکیچ د حل غوښتنه کوي خو که چیرې دا ونشي او حوثيان د سعودي په پولو تیری وکړي د پاکستان اردو حوثیانو پر خلاف حرکت ته تیاره ده .
ولسمشر حسین وویل چې په میلیونونو تنه پاکستانیان په سعودي کې ژوند کوي چې د همدې امله هم ځیني مسولیتونه لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه