د ايران د پخواني ولسمشر مرستيال ونيول شو.

د ايران د پخواني ولسمشر محمد احمدي نژاد اجرايي مرستيال حميد بقايي نن ددې هېواد د قضايي چارواكو په امر محكمې ته احضار او بيا وروسته يې د نيول كېدو امر وشو.

296604
د ايران د پخواني ولسمشر مرستيال ونيول شو.

د ايراني خبري رسنيو د معلوماتو په اساس تر اوسه پورې پر حميد بقايي باندې لګېدلي تورونه لا څرګند نه دي،
بقايي د احمدي نژاد دويم مرستيال دى چې د ايران د قضايي چارواكو لخوا نيول كيږي. پخوا هم د احمدي نژاد بل مرستيال محمد رضا رحيمي نيول شوى وو چې اوس هم په زندان كې پروت دى.
يو شمېر شنونكي په دې اند دي چې رحيمي او بقايي دواړه د پخواني ولسمشر د حكومت سره د اوسنيو چارواكو د مخالفت په تور نيول شوي دي.
كيداى شي چې پر بقايي هم د اختلاس او ادراي فساد تورونه لګول شوي وي. د يادوولو وړ ده چې حميد بقايي پخوا هم په محكمه كې دوسيه درلودله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه