په کراچۍ کې د قتل عام په څیر برید

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د اسماعیلیه فرقې د لارویانو په بس موټر د قتل عام په څیر برید وشو

272313
په کراچۍ کې د قتل عام په څیر  برید

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې وسله والو کسانو په یو بس موټر برید وکړ چې له امله لږ تر لږه ۴۳ تنه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې پیښه د کراچۍ ښار د صفورا چوک په سیمه کې رامنځته شوې ده . په وژل شوو کسانو کې ۱۶ تنه ښځي دي.
د سیمې امنیتي چارواکیو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کراچۍ د صفورا چوک په سیمه کې نامعلومو وسله والو موټر سایکل سپرو د شیعه ګانو د اسماعیلیه فرقې د منسوبینو په یو بس موټر برید وکړ.
ویل کیږي په بس موټر کې د ۶۰ نه تر ۷۰ تنو پورې شتون درلود. په سیمه کې د میمن روغتون چارواکیو ویلي دي چې په پیښه کې ۴۳ تنه مړه او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
نوموړو ویلي دي چې د پیښې ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي چې د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی.
برید کوونکي د پیښه نه وروسته په تیښته بریالي شوي دي. پولیسو د پیښې سیمه محاصره کړې ده او د برید کوونکو د نیولو په خاطر پلټنې او عملیات پيل شوي دي.
د بله پلوه د پاکستان خبري رسنیو بیا ویلي دي چې په پیښه کې وژل شوي ټول د شیعه ګانو د یوې فرقې اسماعیلیه زایرین دي. د زایرینو بس موټر د کراچۍ د صفورا چوک په سیمه کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا ودرول شو. برید کوونکو لومړی بس چلوونکی او وروسته په بس کې په سپرو مساپرو چې ښځې او ماشومانو هم پکې شتون درلود ډزې پیل کړې.


پيوندونه:

اړوند خبرونه