د يمن په اړه د اردوغان – نواز شريف خبرې

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پاكستان د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف سره د ټيلفون پر كرښه د خبرو په ترڅ كې يو ځل بيا په يمن كې د سعودي عربستان د دريځ نه ملاتړ اعلان كړ.

233965

دواړو مشرانو په منځني ختيځ كې د روان كړكېچ د پاى ته رسولو په موخه د سوله ايزې لارې د ستونزو په اواري باندې ټينګار وكړ.
په اسلام آباد كې د نواز شريف د مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي دي چې دواړو مشرانو په ۴۵ دقيقه ايي خبرو كې پر يمن سربېره د منځني ختيځ د روانو چارو په اړه همغږي وښودله.
اردوغان او نواز شريف دواړو په مين كې د حوثي ملېشو لخوا د قانوني حكومت پر وړاندې وسله واله مبارزه د نه منلو وړ وبلله.
همداراز د سعودي عربستان پر ځمكنۍ بشپړتيا د تيري په صورته كې دواړو هېوادونو د ګډ غبرګون د ښودلو پرېكړه وكړه.

پيوندونه:

اړوند خبرونه