د ایران او پاکستان په پولو کې ۸ تنه ایراني سرتیري ووژل شو

د ایران او پاکستان په پوله کې د وسله والو کسانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۸ تنه ایراني سرتیري ووژل شول

228948
د ایران او پاکستان په پولو کې ۸ تنه ایراني سرتیري ووژل شو

د ایران او پاکستان په پولو کې د ایراني سرحدي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه ۸ تنه ایراني سرتیري وژل شوي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې وسله وال کسان د پاکستان د خاورې نه ایران ته د راداخلیدو نه نه وروسته په سرحدي ځواکونو يي ډزې پیل کړې چې له امله يی ۸ تنو ایراني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان د علي اصغر میر شاکري د سیستان بلچوستان د ولایت مرستیال والي خبري رسنیو ته ویلي دي د پاکستان له لورې راغلو وسله والو کسانو د ۸ تنو ایراني سرتیرو د وژلو نه وروسته بیرته د پاکستان لورې ته په تیښته بریالي شوي دي.
د ایران د سیستان بلوچستان ولایت چې ډیری اوسیدونکی سونیان دي وخت نا وخته پکې په ایراني سرتیرو وسله وال بریدونه کیږي.
همداشان د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هم د یاد شوي ولایت د نیګور په ولسوالۍ کې وسله والو کسانو په ایراني سرتیرو برید کړی وو او ۱۴ تنه ایراني سرتیري يي وژلي وو.
ددې برید مسولیت د جشن العدل په نامه یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی وو.
همداشان یادې شوې ډلې د تیر کال د فبروري په میاشت کې ۵ تنه ایرانی سرتیري وتښتول چې ۴ تنه يي د اپریل په میاشت کې خوشې او پنځم تن يي اوس هم نادرکه دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه