پاکستان د اعدام سزاګانو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړل.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دوه مهم ګامونه پورته کړل.

257669
پاکستان د اعدام سزاګانو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړل.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دوه مهم ګامونه پورته کړل.
د پاکستان حکومت د اعدام سزاګانو د ځنډولو اړوند حکم لغوه کړ ، او ترهګرو د اړیکو د مخنیوي په خاطر يي د ګرځنده ټیلیفونونو په کارونکو (فینګرپرینټ) یا د ګوتې نښان مجبوري کړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اعدام سزاګانو د ځنډولو اړوند حکم لغوه کړی شو . د پاکستان د حکومت ددې پریکړې سره به په پیښور کې په عسکري ښوونځي د برید په تور نیول شوي برید کوونکي چې د اعدام په سزا محکوم شوي دي په دار وځوړول شي.
د پاکستان حکومت په ښوونځي د برید په تور ۲۴ تنه نیولي دي او د اعدام په سزا يي محکوم کړي دي.
د بله پلوه د پاکستان د ټرانسپورت وزارت په پام کې لري چې د ګرځنده ټيلیفونونو په کارونکو (فینګرپرینټ) یا د ګوتې نښان مجبوري کړي.
د یاد شوي وزارت د پریکړې له مخې په پاکستان کې ددینه وروسته د ګرځنده ټیلیفونونو سیم کارتونه پخپله د شخص نه پرته د بل چا په نامه نه پلورل کیږي او د سیم کارت رانیونکو مجبور دي چې د سیم کارت د رانیو پر مهال (فینګرپرینټ) یا د ګوتې نښان ورکړي.
حکومت ویلي دي چې ددې کار سره به ددینه وروسته وکولای شي چې د ګرځنده ټیلیفون کارونکي په اسانۍ سره تثبیت کړي .
د پاکستان د پیښور په ښار کې په عسکري ښوونځي د برید نه وړاندې ۶ تنو برید کوونکو د یوې بوډۍ ښځې په نامه سیم کارتونه اخیستې ول او په خپلو منځونو کې پرې اړیکه ټینګوله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه