خامنه ايي عمليات شوى دى.
د ايران ديني مشر آيت الله علي خامنه ايي د دفتر چارواكي وايي چې څو ورځې وړاندې خامنه ايي د پروستات عمليات وكړ چې اوسمهال يې روغتيايي حالت ښه دى.
253105
د ايران ديني مشر آيت الله علي خامنه ايي د دفتر چارواكي وايي چې څو ورځې وړاندې خامنه ايي د پروستات عمليات وكړ چې اوسمهال يې روغتيايي حالت ښه دى.
د خامنه ايي د عمليات په اړه د ايران دولتي چارواكو څرګنده كړه چې عمليات په برياليتوب سره ترسره شوى دى او خامنه ايي له روغتونه رخصت شوى. ايراني چارواكو د اسراييلو د خبري رسنيو هغه رپوټ هم رد كړ چې ګواكې خامنه ايي د پروستات په سرطان باندې اخته دى او اوسمهال سخت ناروغ دى.
د خامنه ايي د ټويټر رسمي وېبپاڼې همداراز د نوموړي يو انځور چې د تهران په مربوطاتو كې د غره په لمن كې چكر وهي، خپور كړ.