له هندوستانه د اوباما ليدنه

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر باراك اوباما د هندوستان د جمهوريت د ورځې د مراسمو د افتخاري مېلمه په توګه نوموړي هېواد ته ورسېد.

196794
له هندوستانه د اوباما ليدنه




ولسمشر اوباما ته په هوايي ډګر كې د هند د لومړي وزير نارېندرا مودي لخوا ښه راغلاست وويل شو. ټاكل شوې ده چې اوباما به د هند د جمهوريت د ورځې په مراسمو كې د ګډون سربېره ددې هېواد د لوړپوړو چارواكو سره مهمې ليدنې كتنې هم وكړي. اوباما به د هند د ولسمشر پراناب موكرجي او لومړي وزير نارېندرا مودي سره د ليدنو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمېنځ د اتومي انرژۍ. د دفاعي صنايعو د ټېكنالوژۍ، د ترهګرۍ سره د مبارزې، د اقليم د بدلون، د سرحدونو د ساتنې د چارو، سوداګرۍ او مالي چارو په اړه خبرې اترې وكړي.
ټاكل شوې وه چې باراك اوباما به په هندوستان كې درې ورځې پاتې شي او د رسمي ليدنو سربېره د ډيلي د مهمو تاريخي ځايونو نه به هم ليدنه وكړي خو د سعودي عربستان د پادشاه عبدالله د مړينې له امله به د اوباما ليدنه هم نيمايي پاتې شي. د امريكايي چارواكو د څرګندونو په اساس به اوباما له دې ځايه سعودي عربستان ته سفر وكړي او د ملك عبدالله د مړينې له امله به د خپلې خواشينۍ مراسم د سعودي چارواكو سره شريك كړي. د چارواكو په وينا اوباما نشي كولاى چې د تاج محل نه ليدنه وكړي.
له نوي ډيلي نه د اوباما د ليدنې پرمهال پراخه امنيتي تدابير نيول شوي دي. په زرګونو پوليس او سرتيري د ښار په بېلابېلو سيمو كې ځاى پر ځاى شوي دي. حتى د اوباما د الوتكې د ناستې نه وړاندې د ډيلي هوايي حريم د الوتكو پر مخ تړل شوى وو.
سياسي شنونكي پدې اند دي چې له هندوستانه د اوباما ليدنه به د سيمې په سياست باندې هم اغېزه وكړي. په ځانګړي توګه د هندوستان- پاكستان ترمېنځ د روانو لانجو وروستى حال د اوباما د سفر په اجندا كې هم ځاى درلود.


پيوندونه:

اړوند خبرونه