په شمالي وزیرستان د ډرون په برید کې ۱۲ تنه ووژل شول

د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په شمالي وزیرستان کې ۱۲ تنه ووژل .

186911
په شمالي وزیرستان د ډرون په برید کې ۱۲ تنه ووژل شول

د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په شمالي وزیرستان کې ۱۲ تنه ووژل .
د پاکستان استخباراتو د برید پخلی کړی او ویلي دي چې په برید کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي دي .
ویل کیږي امریکايي بې پيلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان د شوال په دره کې په یو کور دوه توغندي توغولي .
په برید کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ویل کیږي طالبان دي.
امریکا په پاکستان کې د ۲۰۰۴ کال راهیسې د بې پيلوټه الوتکو په روانو بریدونو کې څه باندې ۳۵۰۰ تنه وژلي دي .
د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه ادعا کوي چې د وژل شوو ۷۰ سلنه ملکي وګړي دي.
د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځه اړیکې هم خړې کړي دي .اسلام آباد د نوموړو بریدونو نه د امریکا لخوا د پاکستان په حاکمیت د تیري په توګه یادونه کوي خو امریکا بیا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسله کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر ګټور بولي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه