په راولپنډۍ کې د جومات ترڅنګ خونړیزه چاودنه وشوه
د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په یو جومات د برید له امله ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
179845
د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې په یو جومات د برید له امله ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د راولپنډۍ پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن ځانمرګي برید کوونکي د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د جومات تر څنګ وچول.
په پیښه کې ۸ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو ویلي دي چې د برید پر مهال په جومات کې څه باندې ۲۰۰ تنو لمونځ کوونکو شتون درلود.
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . د یادولو وړ ده چې یو څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله حکومت او اردو په لا پراخو بریدونو ګواښولي وو.