د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان دویم واده وکړ

177356
د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان دویم واده وکړ

د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د دویم ځل لپاره واده وکړ. د پاکستاني مطبوعاتو د وینا له مخې عمران خان د پاکستان د یو تلویزیون د ویاندې ریحام خان سره واده وکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې عمران خان د ساده نکاح مراسمو سره په اسلام آباد کې واده وکړ. د عمران خان نکاح د مفتي سعید لخوا تړل شوې ده .
ویل کیږي د عمران خان د نکاح په مراسمو کې یواځې د عمران خان او ریحام خان کورنیو او ډیرو نږدې دوستانو ګډون کړی وو.
د تحریک انصاف د ګوند ویاند عمران اسماعیل د عمران خان د واده پخلی کړی او ویلي دي چې په اسلام آباد کې په خپل کور کې د ډیرو ساده مراسمو په ترڅ کې واده وکړ. نوموړي زیاته کړه چې واده په پام کې وه چې مخکې ترسره شي خو د دسمبر په ۱۶ د پيښور د پیښې له امله وځنډول شو.
د یادولو وړ ده چې عمران خان د لومړي ځل لپاره د جمایما ګولډ سمته سره کړی وو چې په ۲۰۰۴ کال کې طلاق واخیست.
عمران خان ددینه وړاندې د دویم واده په اړه ویلي وو چې لس کاله يي د اولادونو له امله د دویم واده په اړه فکر هم ندی کړی خو اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې یو ځل بیا واده وکړي.
عمران خان ویلي وو چې د واده لپاره د مناسب وخت په لټه کې دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه