په ایران کې یو تن په دار د ځوړولو پر مهال وبښل شو

په ایران کې یو تن چې د دار حلقه په غاړه کې اچول شوې وه او د ځوړولو په حال کې وو د مقتول د کورنۍ لخوا وبښل شو.

168694
په ایران کې یو تن په دار د ځوړولو پر مهال وبښل شو

په ایران کې یو تن چې د دار حلقه په غاړه کې اچول شوې وه او د ځوړولو په حال کې وو د مقتول د کورنۍ لخوا وبښل شو.
په ایران کې یو تن چې د قتل په تور پرې د اعدام حکم ختلی وو او په ډار د ځوړولو په خاطر بیول شوی وو د مقتول د کورنۍ لخوا وبښل شو. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تورن ته د ډار حلقه په غاړه شوې وه او د ځوړولو په حال کې وو چې د مقتول کورنۍ وبښه او د دار د میز نه يي راښکته کړ.
د ایران د هرمرګان د ولایت د جسک د ولسوالۍ څارنوال حبیب زاده بیژني د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې قاتل اته کاله وړاندې د لفظي مشاجرې او شخړې نه وروسته ۲۱ کلن ځوان د چړو په برید وواژه.
بیژني وویل چې قاتل د اعدام په سزا محکوم شو . قاتل چې کله په دار ځوړول کیده او د دار حلقه يي په غاړه کې واچول شوه او د ځوړولو په حال کې وو چې د مقتول کورنۍ راغله او قاتل يي وبښه او د دار د میز نه يي راښکته کړه. د نوموړي په وینا د مقتول کورنۍ پرته د کوم پیسو او یا بلې مسلې قاتل وبښه.
د یادولو وړ ده چې په ایران کې څو میاشتې مخکې هم دیته ورته یوه پیښه رامنځته شوې وه.
یو تن بل ځوان هم چې د دار حلقه يي په غاړه اچول شوې وه او په دار د ځوړولو په حال کې وو د مقتول د مور لخوا وبښل شو. د مقتول مور خبري رسنیو ته ویلي وو چې زما زوی خو ژوند د لاسه ورکړ او د قاتل په اعدامولو بیرته نه راژوندی کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه