د هند او پاکستان په پوله کې ۵ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول

د پاکستان او هندوستان په پولو کې د نښتو له امله ۵ تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .

168002
د هند او پاکستان په پوله کې ۵ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول

د پاکستان او هندوستان په پولو کې د نښتو له امله ۵ تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پاکستان او هندوستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه تیره شپه نښته پیل شوه چې تر سهاره يي دوام پیدا کړ.
د پاکستاني مطبوعاتو د هندوستان سره په پوله کې د جمو کشمیر د امنیت امر راکیش شرما له قوله لیکلي دي چې تیره شپه د دواړو خواوو ترمنځه نښته پیل شوه چې تر سهاره يي دوام وکړ.
په نښته کې پنځه تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي خو د هندوستان د ځاني زیانونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم په سیمه کې په نښته کې دوه تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا نښتې په کلکه توګه غندلي دي .
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځه وخت نا وخته په پوله کې نښته کیږي. د تیرو ۶ میاشتو راهیسې په سیمه کې په نښتو کې د دواړو خواوو نه ۲۲ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی .
پاکستان او هندوستان د کشمیر په مسلې تر اوسه پورې درې ځله جګړه کړې ده .


پيوندونه:

اړوند خبرونه