چين د شكنجې د وسايلو په صادارتو كې د نړۍ لومړى ځاى لري.

د بښنې نړيوال سازمان د يو راپور له مخې څرګنده كړه چې د شكنجې او زورونې وسايل چې په چين كې جوړيږي د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې ترې كار اخيستل كيږي.

137991

د راپور له مخې په چين كې په تېرو ۱۰ كلونو كې د شكنجې د وسايلو توليدي شركتونه څلور برابره زيات شوي دي. ددې وسايلو د سوداګرۍ حجم هم ميليونونو ډالرو ته رسيږي.
د مصر، ګانا، نيپال، كمبوجيا او سينيګال هېوادونه له چينه د شكنجې د وسايلو اصلي واردوونكي هېوادونه دي.
ددې وسايلو ترمېنځ د برقي زورونې، برقي ډنډو، درندو زولنو په څېر وسايل ډېر پېرودونكي لري. ويل كيږي چې په منځني ختيځ كې د عربي پسرلي د پيل سره سم د شكنجې د وسايلو په صادراتو كې هم زياتوالى راغلى دى.
د بشري حقونو سازمانونو د چين د حكومت نه غوښتنه كړې ده چې ددې وسايلو پر توليد دې بنديزونه ولګوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه