په پاكستان كې د سېلاوونو له امله ۳۴۶ تنه وژل شوي دي.

په پاكستان كې د ورښتونو او سېلاوونو په پايله كې د چېلم، راوي او چناب د سيندونو د ابو د سحطې د لوړېدو په پايله كې د پنجاب، آزاد كشمير او ګيلګيت په سيمو كې شاوخوا ۳ زره ۳۳۷ كلي تر اوبو لاندې شوي دي.

133465

د نوموړي هېواد د بېړنيو حالاتو د د ملي ادارې د يو راپور له مخې تر اوسه پورې دوه ميليونه كسان د سېلاوونو له امله اغېزمن شوي دي. د راپور له مخې تر اوسه پورې په پنجاب كې ۲۶۹، د آزاد كشمير په سيمه كې ۶۴ تنه، د ګيلګيت په سيمه كې ۱۳ او د نورو سيمو په ګډون ۳۴۶ تنو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د سېلاو ځپلې سيمې سره د پاكستان اوردو په بشري مرستو بوخته ده. تر اوسه پورې شاوخوا ۶۱۷ زره ۷۷۴ كسان هم امنو ځايونو ته لېږدول شوي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه