په شمالي وزیرستان کې په هوايي برید کې ۳۵ تنه طالب اورپکي ووژل شو

په پاکستان کې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ۳۵ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

120548
په شمالي وزیرستان کې په هوايي برید کې ۳۵ تنه طالب اورپکي ووژل شو

په پاکستان کې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو کې د ۳۵ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف عملیات دوام لري.
د پاکستان اردو ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې د ډاټا خیلو په سیمه کې د طالبانو د پټنځایونو د تثبتولو نه وروسته په سیمه هوايي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۳۵ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي .
پدې عملیاتو کې د طالبانو اړوند یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د پاکستان اردو د روان کال د جون په ۱۵ نیټه په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړل. د نوموړو روانو عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې د ۹۶۰ تنو طالب اورپکو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
پدې عملیاتو کې په مخامخو نښتو او بمي چاودنو کې ۸۳ تنو پاکستاني سرتیرو هم ژوند د لاسه ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه