په لاهور کې د جومات د چټ د راغورځیدو له امله ۹ تنه مړه شول
نن د پاکستان د لاهور په ښار کې په لمونځ کوونکو د جومات د چت د رغورځیدو له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د پاکستان د لاهور په ښار کې د یو جومات د چت د راغورځیدو په پایله کې لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په سیمه کې د ژغورنې ډلو ویلي دي چې د ۳۰ نه تر ۴۰ تنو پورې لمونځ کوونکي د خاورو لاندې بند پاتې دي چې د ژغورلو هڅې روانې دي.
ویل کیږي ۴ تنه ژغورل شوي او روغتون ته استول شوي دي . د ټپیانو د ژغورنې په خاطر د ټولو ستونزو سره سره هلې ځلې دوام لري.
د ژغورنې په چارو کې د سیمې خلکو هم ګډون کړی دی. د سیمې چارواکیو د ۹ تنو د وژل کیدو پخلی کړی دی .
د یادولو وړ ده چې په پاکستان کې دا پیښه هله رامنځته کیږي چې د څو ورځو راهیسې د شدیدو بارانونو د اورښت له امله د راوتلو سیلابونو په پایله کې ۱۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په زرګونو تنه نور بې کوره شوي دي .
د پاکستان د برښنا او اوبو وزیر نن ولسي جرګې ته وویل چې په هیواد کې د موسمي بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلابونو له امله ۱۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او په زرګونو تنه بې کوره شوي دي .