ايران د اسراييلو بې پيلوټه جاسوسي الوتكه نسكوره كړه.

د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو د هوايي او فضايي چارو قوماندان جنرال امير علي حاجي زاده څرګنده كړه چې د اصفهان په هوايي ساحه د ايران د اتومي تاسيساتو سيمې ته نږدې يې يوه بې پيلوټه جاسوسي الوتكه رانسكوره كړې ده چې ويل كيږي د اسراييلو پورې اړه لري. د نوموړي په وينا دا الوتكه د هېرمېس په نامه ياديږي او د اسراييلو لخوا جوړه شې ده.

102576

حاجي زاده وويل چې دا الوتكه كولاى شي چې د يوې ټانكۍ تېلو سره ۱ زرو ۶۰۰ كيلومتره واټن ووهي. نوموړي وويل چې بې پيلوټه الوتكه د توغندي په واسطه ويشتل شوې او اور يې اخيستى دى. د الوتكې د ځينو برخو په اړه څېړنې روانې دي. دا الوتكه چې د دواړو وزرونو سور يې شاوخوا ۵ نيم متره دى دوه داسې كمرې پكې نصب دي چې د لوړ كيفيت عكاسۍ وړتيا لري.
ايراني جنرال دا هم زياته كړه چې د اسراييلو په وړاندې د بې پيلوټه الوتكې په واسطه د جاسوسۍ حق هم لري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه