د نواز شریف پر خلاف د جنایت دعوا پرانیستل شوه
د پاکستان د لاهور د ښار سترې محکمې د لومړي وزیر نواز شریف په ګډون د ۱۹ تنو پر خلاف د جنایتو دعوا د پرانیستو پریکړه وکړه .
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف پر خلاف د جنایت دعوا پرانیستل شوه .
د پاکستان د لاهور د ښار سترې محکمې د لومړي وزیر نواز شریف په ګډون د ۱۹ تنو پر خلاف د جنایتو دعوا د پرانیستو پریکړه وکړه .
د لاهور د ښار سترې محکمې د روان کال د جون په ۱۷ نیټه په لاهور کې د خلکو د ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځه په نښته کې ۱۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ چې محکمې د ملکي وګړو د وژنې له امله د لومړي وزیر نواز شریف په ګډون د ۱۹ تنو پر خلاف د دعوا د پرانیستو پریکړه وکړه .
په نوموړو ۱۹ تنو کې لومړی وزیر نواز شریف ، د پنجاب لومړی وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر نثار علي خان نومونه هم شتون لري .
د ویلو ده چې د روان کال د جون په ۱۷ نیټه د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د خلکو د ګوند د دفتر په مښکې د امنیتي اندیښنو له امله د ایښودل شوو موانعو د لرې کولو نه وروسته د پولیسو او ګوند د پلویانو ترمنځه نښته وشوه چې له امله يي ۱۴ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.