ایران د عراق د نوي حکومت نه ملاتړ اعلان کړ

ایران د عراق نوي لومړي وزیر حیدر العبادي ته د نوي حکومت د مشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.

89497
ایران د عراق د نوي حکومت نه ملاتړ اعلان کړ

ایران د عراق نوي لومړي وزیر حیدر العبادي ته د نوي حکومت د مشر په توګه د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.
ایران په عراق کې د نوي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوي حیدر العبادي ته مبارکي ورکړه او د هیواد د ملي یووالي په خاطر د پورته کیدونکو تولو ګامونو نه ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت په ایران کې د سیاسي بهیر د پایته رسیدو په لاره کې د پورته کیدو ګامونو او په ولسي جرګه کې د ټاکنو دریم پړاو په بریالیتوب سره د ترسره کیدو نه ملاتړ کوي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې په ټاکنو کې د بریالیتوب او نوي حکومت د جوړولو په بهیر کې د هیواد د اساسي قانون په اساس د پورته شوو ګامونو له امله د عراق ملت، حکومت او دیني مجلس ته مبارکي وایو.
د ویلو ده چې د عراق ولسمشر فواد محسن په هیواد کې د نوي حکومت د جوړولو دنده د شیعه ګانو د ملي اتفاق غړي حیدر العبادي ته وسپارله.
د عراق پخواني لومړي وزیر نوري المالکي د ولسمشر پدې پریکړه اعتراض وکړ او وویل چې د العبادي حکومت ددوې لپاره د منلو وړ ندی او مشروعیت نلري.
مالکي وايي چې د اپریل د ۳۰ په ټاکنو کې دده په مشرۍ د قانوني دولت ایتلاف په ولسي جرګه کې ۹۲ څوکۍ ترلاسه کړي دي چې د همدې امله باید د حکومت د جوړولو دنده ده ته ورکړل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه