په شمالي وزیرستان د ډرون په بریدونو کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په پاکستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

131429
په شمالي وزیرستان د ډرون په بریدونو کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په پاکستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پداسې حال کې چې د پاکستان اردو په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر خلاف پيل کړي د ضرب العذاب په نامه عملیاتو ته دوام ورکوي امریکايي پیلوټه الوتکو د داټاخیلو په سیمو کې په دوو کورونو او دوو موټرانو بریدونه شوي دي .
په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي دي چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پاکستان حکومت په بریدونو کې د وژل شوو کسانو د هویت په اړه څه ندي ویلي.
د بشري حقونو د خپلواکو سازمانونو د راپور له مخې امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ۲۰۰۴ کال راهیسې د پاکستان په خاوره کې څه باندې ۳۸۰ بریدونه ترسره کړي چې له امله يي ۳۳۰۰ تنو چې ډیری ملکي وګړي دي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان حکومت د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په اړه تل غبرګونونه ښايي او د نوموړو بریدونو نه د هیواد په ارضي تمامیت د تیري په توګه یادونه کوي . خو امریکا په ټینګار وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه اړین دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه