د پاکستان د خلکو د غورځنګ مشر طاهر القادري هیواد ته راستون شو.

پاکستان ته د القادري د راتګ سره سم په اسلام آباد کې د پولیسو او القادري د پلویانو ترمنځه نښتې وشوې.

103761
د پاکستان د خلکو د غورځنګ مشر طاهر القادري هیواد ته راستون شو.

د پاکستان د خلکو د غورځنګ مشر طاهر القادري هیواد ته راستون شو. د ویلو ده چې پاکستان ته د القادري د راتګ سره سم په اسلام آباد کې د پولیسو او القادري د پلویانو ترمنځه نښتې وشوې.
د القادري پلویانو چې غوښتل د القادري د هر کلي په موخه هوايي ډګر ته لاړ شي په لاره کې د پولیسو د سختې مداخلې سره مخامخ شول.
القادري د کاناډا نه پاکستان ته راستون شو. د القادري پلویانو د نوموړي د هر کلي په موخه په هوايي دګر کې د مراسمو د جوړولو هڅه کوله چې په لاره کې د پولیسو د سختې مداخلې سره مخامخ شول.
په سیمه کې د پولیسو او القادري د پلویانو ترمنځه سخته نښته شوې ده . پولیسو د القادري په پلویانو د اوښکو بهوونکو ګازو او د القادري پلویانو بیا په پولیسو د تیګو او سوټو بریدونه وکړل.
د بله پلوه د اسلام آباد په هوايي ډګر کې ټولې الوتنې ځنډول شوي دي .
طاهر القادري څوک دی؟
۶۳ کلن طاهر القادري پخوا امام او د پنجاب په پوهنتون کې استاد وو. وروسته القادري د پاکستان د خلکو د غورځنګ په نامه یو ګوند جوړ کړ او وویل چې غواړي هیواد وژغوري.
طاهر القادري د کاناډا د هیواد تابعیت هم لري . نوموړي په هیواد کې یو زیات شمیر سیاسي فعالیتونه کړي دي .
طاهر القادري تیر کال په هیواد کې د حکومت پر خلاف د پام سیاسي مظاهرې جوړې کړې.
طاهر القادري ویلي دي چې د هیواد د خرڅ شوو سیاستوالو پر خلاف د مبارزې په خاطر هیواد ته راستون شوی دی .
تیره اوونۍ هم په لاهور ښار کې د القادري د پلویانو او پولیسو ترمنځه په نښته کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه