په تیرا د پاکستان الوتکو په بریدونو کې ۱۵ تنو طالب جنګیالیو ژوند

پاکستان وسله والو ځواکونو د افغانستان سره په پولو کې د طالبانو په پټنځایونو د بریدونو په ترڅ کې د ۱۵ تنو طالب جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

88724
په تیرا د پاکستان الوتکو په بریدونو کې ۱۵ تنو طالب جنګیالیو ژوند

د پاکستان وسله والو ځواکونو د افغانستان سره په پولو کې د طالبانو په پټنځایونو د بریدونو په ترڅ کې د ۱۵ تنو طالب جنګیالیو د وژلو نه خبر ورکړی دی.
په څرګندونو کې راغلي دي چې هوايي ځواکونو د تیرا په سیمه کې د طالبانو اړوند په ۹ پټنځایونو بریدونه کړي دي .
په عملیاتو کې د ۱۵ تنو طالب جنګیالیو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د پاکستان اردو ویلي دي چې دا عملیات يي تیره ورځ د کراچۍ په نړۍوال هوايي ډګر د طالبانو د برید په ځواب کې کړی دی .
د یادولو وړ ده چې د پاکستان اردو تیر کال هم په یاده شوې سیمې هوايي بریدونه کړي وو چې له امله يی د سیمې خلک نورو سیمو ته کډوالو ته اړ شوي وو. د پاکستان حکومت په نوموړو خلکو خپلو کورونو ته د راستنیدو غږ کړی وو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه