په پاکستان کې د ماین چاودنې ۸ تنه ووژل

په پاکستان کې د ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه اتو تنو ژوند د لاسه ورکړ.

81291
په پاکستان کې د ماین چاودنې ۸ تنه ووژل

په پاکستان کې د ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه اتو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د مساپرو په یو بس موټر چې د پاړه چنار په لورې روان وو وشوه .
چاودنه د خومتا په سیمه کې رامنځته شوې ده .
په چاودنه کې ۸ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي .
د پیښې ټپیان د سیمې په روغتونونو کې د درملنې لاندې نیول شوي دي. د برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه