له ۳۵ كلن ځنډ وروسته يو ځل بيا پرانيستل كيږي.

په سعودي عربستان كې د تېرو ۳۵ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره يو ځل بيا د سينما د سالونونو دروازې پرانيستل كيږي.

913655
له ۳۵ كلن ځنډ وروسته يو ځل بيا پرانيستل كيږي.

 

په سعودي عربستان كې د تېرو ۳۵ كلونو وروسته د لومړي ځل لپاره يو ځل بيا د سينما د سالونونو دروازې پرانيستل كيږي.

پدې هېواد كې پر سينما باندې لګېدلى بنديز د تېر ميلادي كال په وروستيو كې د پادشاه سلمان بن عبدالعزيز لخوا لرې شوى وو.

د سينما د سالونونو د پرانيستل كېدلو په اړه غبرګونونه هم شته دى.  يو شمېر محافظه كاران تينګار كوي چې سعودي عربستان پخپله د فلمونو توليد نه لري. ددې امله به سينماګانې د لوېديځ كلتور پر اساس د جوړو شوو فلمونو د نندارې سره د خلكو اخلاقو ته زيان ورسوي او له دې لارې به لوېديځ كلتور په هېواد كې عام شي.

ددې پرېكړې پلويان بيا تينګار كوي چې له دې لارې به په هېواد كې د استخدام زمينه برابره شي او په كلتوري ډګر كې به د هېواد د پرمختګ يوه وسيله شي.



اړوند خبرونه