د ``قيام ارطغرل`` ډرامې د ليدونكو ريكارډ مات كړ.

دا ډرامه چې په تركيه كې د ټي آر ټي – ۱ ټلوېزيوني كانال لخوا خپريږي، د نورو ټولو ټلوېزيونونو په پرتله تر ټولو زيات ليدونكي لري.

863716
د ``قيام ارطغرل`` ډرامې د ليدونكو ريكارډ مات كړ.

 

 د قيام ارطغرل په نامه تركي ډارمه چې په كې د تركانو د تاريخ د يو مهم پړاو په اړه حقايق د ټلوېزيون پر پردې خپريږي، د تركيې په ګډون د نړۍ په يو زيات شمېر هېوادونو كې په ميليونونو مينه وال لري.

دا ډرامه چې په تركيه كې د ټي آر ټي – ۱ ټلوېزيوني كانال لخوا خپريږي، د نورو ټولو ټلوېزيونونو په پرتله تر ټولو زيات ليدونكي لري.

تېره شپه ددې ډرامې ۹۸مه برخه خپره شوه چې په تركيه كې په ميليونونو كسانو وليده.

سربېره پر دې دا ډارمه په منځني ختيځ، اروپا، سوېلي امريكا، منځنۍ آسيا، پاكستان، هندوستان او افغانستان كې هم خپريږي. تر اوسه پورې د نړۍ ۴۸۰ ميليونو كسانو دا ډارمه ليدلې ده.


پيوندونه: #قيام , #ډرامه , #تركيه

اړوند خبرونه