د دوى د وژلو پر سر ۱،۵ ميليونه ډالره جايزه

په هندوستان كې د حاكم ګوند مذهبي ستخدريځو د تاريخي فلم د اداكارې او ډايركټر د وژلو پر سر ۱.۵ ميليونه ډالر ايښي دي.

851366
د دوى د وژلو پر سر ۱،۵ ميليونه ډالره جايزه

 

د بهاراتيا جاناتا د ګوند د يو تن سيمه ايز چارواكي چې ويلي دي چې د ` پادماواتي`` په نامه د فلم ډايريكټر او اداكارې د دوى دين ته سپكاوى كړى دى.

دا فلم د يوې هندۍ ملكې او د يو مسلمان پادشاه په اړه د پادماواتي په نامه د يو صوفيانه شعر پر اساس جوړ شوى دى.

د بهارتيا جاناتا د ګوند د هاريانان  د ايالت مشر سورچ پال آمو د يو لاريو په ترڅ كې وويل چې د فلم اداكارې او ډايركټر  د دوى دين ته سپكاوى كړى دى. د همدې امله د فلم د اداكارې ډيپيكا پادوكنه او ډايركټر  سنجۍ ليلا بانسالي د وژلو پر سر يې ۱،۵ ميليونه ډالره انعام ايښى دى.

ټاكل شوې وه چې دا فلم د روان ميلادي كال د دسمبر په لومړنۍ نېټه نندارې ته وړاندې شي خو د غبرګونونو له امله ځنډول شوې ده.

پدې فلم كې د ۱۶مې ميلادي پېړۍ د يو صوفي شاعر  د پادماواتي په نامه د شعر پر اساس چې په كې د ډيلي يو تن مسلمان پادشاه علاوالدين حلاجي د هندوانو پر يو سلطنت بريد كوي. ددې سلطنت ملكه چې پادماواتي نوميږي، د مسلمان پادشاه لخوا د نيول كېدو پر ځاى د خپل ځان د وژلو هڅه كوي.

ستخدريځي وايي چې فلم د اصلي كيسې نه سرغړونه كړې ده او د دواړو ترمېنځ يې د مينې صحنې ښودلي دي. دا په داسې حال كې ده چې د فلم ډايركټر بيا دا تورونه ردوي.


پيوندونه: #هند , #اداكاره , #فلم

اړوند خبرونه