د رحمان بابا پر مزار بريد
د پښتو ژبې د نوميالي صوفي شاعر عبدالرحمان مومند مزار په پېښور كې د نامعلومو كسانو تر بريد لاندې راغلى دى.
705785

د ځايي رسنيو د معلوماتو پر اساس بريدګرو كه څه هم مزار ته زيان نه دى رسولى خو په زيارت كې يې د مزار شناختې چې تاريخي ارزښت لري له ځانه سره وړې ده.
ويل كيږي چې د مزار دا شناختې څه باندې ۷۰ كاله وړاندې د افغانستان د وخت د پادشاه محمد ظاهر شاه لخوا ډالۍ شوې وه.
سيمه ايزو چارواكو ويلي دي چې د رحمان بابا د مزار او زيارت په شاوخوا كې د ځمكو غاصبينو په غير قانوني ډول كورونه جوړ كړي دي چې د خيبر پښتونخوا د ايالتي حكومت لخوا يې د مخنيوي هڅې كيږي.
تر اوسه پورې د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
دا لومړى ځل نه دى چې د رحمان بابا پر مزار باندې بريد كيږي. په ۲۰۰۸م كال كې هم په ورته پېښه كې د مزار يوه برخه ورانه شوې وه.