د عثماني امپراتورۍ په اړه د هاليوډ نوى فلم!
د هاليوډ د سينما نامتو څېرو پتيله ده چې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د يوې نرسې په زړه پورې كيسه نندارې ته وړاندې كړي.
624988
دا فلم چې The Ottoman Lieutenant نوميږي د ۲۰۱۷م كال په لومړنيو درې مياشتو كې په نندارې ته وړاندې شي.
فلم د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د يوې امريكايۍ نرسې د سترګو ليدلى حال بيانوي چې د عثماني امپراتورۍ په قلمرو كې يې كار كولو.
پدې فلم كې د هاليوډ د نامتو اداكارانو ترڅنګ د تركيې نامتو اداكاران هم برخه لري. دا فلم د تركيې په بېلابېلو سيمو كې د ۶۵۰ كسيزه تخنيكي ټيم او د ۱۰۰۰ تنو نه د زياتو كسانو په اداكارۍ سره جوړ شوى دى چې اوسمهال يې د اېډيټ چارې روانې دي.