د ترکیې د تیاتر او سینما  نامتو لوبغاړي  ایردال توسون  په ټرافیکي  پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.

د ترکیې د سینما نامتو ستوري په ټرافیکي پيښه کې ژوند لاسه ورکړ

620268
د ترکیې د تیاتر او سینما  نامتو لوبغاړي  ایردال توسون  په ټرافیکي  پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.

د ترکیې د تیاتر او سینما  نامتو لوبغاړي  ایردال توسون  په ټرافیکي  پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ترکیې د سینما نامتو څیرې نن  د سهار په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو  د استانبول  د سري یر په سیمه کې  په رامنځته شوې ټرافیکي  پیښه ژوند د لاسه ورکړ.

عیني  شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د سري یر په سیمه کې  د یو موټر چلوونکي حاکمیت د لاسه ورکړ او موټر يي په  ملاقونو پيل وکړ. نوموړی  موټر د ترکیې د سینما د نامتو ستوري  ایردال توسون د موټر  د پاسه چې د سیمې نه د تیریدو په حال کې وو  وغورځید.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته  ژغورونکې  او روغتیایي ډلې سیمې ته راورسیدې. ایردال توسون  د ژغورنې ډلې  د یو ساعت هلو ځلو نه وروسته  د موټر نه راوویستل شو.

نوموړي  د پیښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

پولیسو د پيښې په اړه  څیړنې پيل کړي دي.

ایردال  توسون  په لسګونو سینمايي  فلمونو ، ډرامو  او تیاتر په لوبو کې  کار کړی دی.


پيوندونه: #ترکیه , #سینما

اړوند خبرونه