تلپاتې مينه يواځې په افسانو كې وي.

د هاليوډ د سينما دوه نامتو څېرې چې د ګډ ژوند په برخه كې خپلو نورو سيالانو ته مثال ګرځېدلى وو، اوس سره جلا كيږي.

574400
تلپاتې مينه يواځې په افسانو كې وي.

 

انجيلينا جولي او براډ پېټ هغه دوه سينمايي ستوري دي چې د سينما په ډګر كې د په زړه پورې بريا ترڅنګ يې خصوصي ژوند هم د ټولو لپاره د حيرانتيا وړ وو او سره جلا كيږي.

جولي تېره ورځ د پېټ نه د طلاق د اخيستلو په موخه محكمې ته مراجعه وكړه.

كه څه هم د جولي مدافع وكيل وويل چې د ماشومانو پر سر د جوړجاړي د نشتوالي له امله جولي طلاق اخلي خو امريكايي رسنيو بيا ادعا كړې ده چې پېټ په يوې فرانسوۍ اداكارې ماريون كوتيلارد مين شوى دى.

جولي او پېټ په ۲۰۰۵م كال كې د "Mr and Mrs Smith" د فلم د جوړېدو پر مهال سره آشنا شوي او بيا پر يو بل مين شوي ول. پېټ له دې مينې وروسته له خپلې مېرمنې جېنېفر انېسټن نه چې هغه هم نامتو اداكاره ده جلا او د څو كلونو لپاره يې د جولي سره ګډ ژوند وكړ. وروسته يې په ۲۰۱۴م كال كې واده هم وكړ.

داسې ويل كيږي چې پېټ دا ځل بيا د فرانسې د نامتو اداكارې سره په ګډه د ''Allied' په نامه د فلم د جوړولو پر مهال د مينې تار غځولى دى.

انجيلينا جولي او براډ پېټ شپږ ماشومان لري چې درې يې خپل دي او درې نور يې په فرزندۍ نيولي دي.



اړوند خبرونه