اسلام ته د سپكاوي په تور ونيول شو.

د مالېزيا د هېواد يو تن نامتو سندرغاړى چې نېموي نوميږي اسلامي مقدساتو ته د سپكاوي په تور د پوليسو لخوا نيول شوى دى.

557095
اسلام ته د سپكاوي په تور ونيول شو.

 

د مالېزيا د هېواد يو تن نامتو سندرغاړى چې نېموي نوميږي اسلامي مقدساتو ته د سپكاوي په تور د پوليسو لخوا نيول شوى دى.

د مالېزيا د ځايي رسنيو د معلوماتو په اساس نېموي ځكه نيول شوى دى چې په خپل وروستي ويډيويي كلېپ كې يې داسې صحنو ته ځاى وركړى دى چې اسلامي ارزښتونو ته په كې سپكاوى شوى دى. ددې سندرغاړي لخوا د "Oh My God" په نامه يو ويډيويي كلېپ خپور شوى د ى چې په كې كليسا، د بودايانو معبد او مسجد ځاى وركړل شوى دى. همداراز په كلېپ كې هغه كسان هم لوبېدلي دي چې په سمبوليك ډول د بېلابېلو دينونو استازيتوب كوي. په كلېپ كې د `الله` كلمه ذكر شوى او آذان هم اورېدل كيږي.

نېموي چې اصلي نوم يې ` وي چي` دى او معمولاً په چينايي ژبه سندرې وايي ددې هېواد د كوالالامپور په هوايي ډګر كې د پوليسو لخوا ونيول شو. د نوموړي مدافع وكيل بيا ويلي دي چې نېموي په كلېپ كې هڅه كړې ده چې د دينونو ترمېنځ پر مطابقت باندې ټينګار وكړي.

نېموي په ۲۰۰۷م كال كې هم په يو كلېپ كې د مالېزيا ملي سرود ته د سپكاوي په تور د بند په سزا محكوم شوى وو.

په مالېزيا كې اسلامي مقدساتو سپكاوى غير قانوني عمل دى.



اړوند خبرونه