د مسلمانې ښځې لپاره د انګليسي وكيل وړانديز

د انګلستان په ولسي جرګه كې د ښځو او مساواتو د كميسيون لخوا په هېواد كې د مسلمانو ښځو د ټولنيز او كاري ژوند په اړه يو راپور خپور شوى دى.

550018
د مسلمانې ښځې لپاره د انګليسي وكيل وړانديز

 

د انګلستان په ولسي جرګه كې د ښځو او مساواتو د كميسيون لخوا په هېواد كې د مسلمانو ښځو د ټولنيز او كاري ژوند په اړه يو راپور خپور شوى دى. پدې راپور كې چې د `` په انګلستان كې د مسلمانانو لخوا كاري فرصتونه`` تر سرليك لاندې خپور شوى راغلي دي چې مسلمانې ښځې په انګليسي ټولنه كې د اقتصادي پلوه تر ټولو كمزورې او بد نصيبه طبقه ده. د راپور له مخې `` مسلمانې ښځې د كار موندنې پر مهال د بې عدالتۍ، توكمپالنې او اسلامافوبيا سره مخامخ كيږي. مسلمانې ښځې كه څه هم په ښوونيز ډګر كې د عيسوي ښځو سره يو شان دي خو د دوى په پرتله د بېكارۍ احتمال يې ۷۱ سلنه دى. مسلمانې ښځې د كاري ملاقات پر مهال د كلتور او ظاهري لباس له امله د توكمپالنې سره مخامخ كيږي.

په خپور شوي راپور كې حكومت ته وړانديز شوى دى چې د مسلمانانو پر وړاندې په ټولنه كې د بې عدالتۍ سره دې مبارزه وكړي. د وزيرانو شورا دې په داسې پلان كار وكړي چې موخه يې د بې عدالتۍ سره مبارزه وي.

د انګلستان په پارلمان كې د ښځو او مساواتو د كميسيون مشرې ماريا مېلر د راپور په اړه وويل چې د مسلمانو ښځو له كاري اهدافو بايد ملاتړ وشي، پوهنتون كې د شاملېدو چارې يې اسانه شي او  په كاري چاپېريال كې د توكمپالنې سره مبارزه وشي.

په راپور كې همداراز په هېواد كې د مسلمانو ښځو د مثبت رول نه هم يادونه شوې ده.

حكومت بيا ددې راپور په اړه ويلي دي چې`` پدې برخه كې پرمختګ كوو. د بېلګې په ډول سږ كال د هغو مسلمانو ښځو شمېره چې كار كوي د ۲۰۱۱م كال په پرتله ۴۵ سلنه زياته  ده. خو ددې سره سره بايد ډېر څه نور هم وشي.``

په انګلستان كې شاوخوا ۳ ميليونه مسلمانان ژوند كوي. ټاكل شوې ده چې دا شمېره به په ۲۰۳۰م كال كې ۵،۵ ميليونه تنو ته ورسيږي.



اړوند خبرونه