۸۵ كاله وروسته لومړنى آذان

په استانبول كې د ايا صوفيا  په تاريخي مسجد كې چې اوسمهال ترې موزيم جوړ شوى دى ۸۵ كاله وروسته د لومړي ځل لپاره آذان وشو.

523070
۸۵ كاله وروسته لومړنى آذان

 

په استانبول كې د ايا صوفيا  په تاريخي مسجد كې چې اوسمهال ترې موزيم جوړ شوى دى ۸۵ كاله وروسته د لومړي ځل لپاره آذان وشو.

د روژې د مياشتې په ۲۷مه نېټه د ليل القدر په مناسبت د عبادت په د ځانګړو مراسمو نه وروسته په مسجد كې آذان وشو.

د روژې په ۲۷مه پدې تاريخي مسجد كې د قران كريم ختم وشو او بيا وروسته د هغو حافظانو سره په ګډه چې په نړيوالو سياليو كې يې لومړى مقام خپل كړى دى، د حسن تلاوت سيالي وشوه.

د تركيې د ديني چارو ريس محمد ګورمز په اسلامي نړۍ كې روان تاوتريخوالي ته په اشارې سره وويل چې `` په اسلامي هېوادونه كې روان ترهګري بريدونه د نورو انسانانو لپاره د اسلام د دين په اړه ناوړه درس دى.``

د استانبول د ښار نامتو تاريخي آثر ايا صوفيا چې څه باندې ۱۵۰۰ كاله وړاندې د روم د امپراتورۍ لخوا د مركزي كليسا په توګه جوړ شوى دى په ۱۴۵۳م ميلادي كال كې  د عثماني امپراتور فاتح سلطان محمد لخوا د استانبول د نيول كېدو نه وروسته په جامع مسجد بدل شو.

په تركيه كې د جمهوري نظام د رامنځته كېدو نه وروسته دا مسجد په موزيم بدل شو چې اوسمهال هم هر كال لسګونه ميليونه كورني او بهرني سيلانيان ترې ليدنه كوي.



اړوند خبرونه